د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر، احمد الشرع، ویلي چې دمشق هڅه کوي د یو شمېر هېوادونو په منځګړیتوب له اسراییلو سره ګډ امنیتي تړون ته ورسېږي. احمد الشرع له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، سوریه نه غواړي له اسراییلو سره پوځي تقابل ته ولاړه شي او هیله لري چې یاد امنیتي تړون به د دواړو لورو ترمنځ د سولې او ثبات لپاره زمینه برابره کړي. هغه ټینګار کړی چې دغه احتمالي تړون به د جولان لوړو په اړه د سوریې پر تاریخي او قانوني ادعا هېڅ اغېز ونه لري. د جولان لوړې له ۱۹۶۷ کال راهیسې د اسراییل تر اشغال لاندې دي.











