د «ټایمز اف سنټرل ایشیا» د راپور له مخې، افغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادرات د پام وړ زیات شوي دي. د راپور له مخې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د قزاقستان د اوړو صادرات ۱،۸۷ میلیونه ټنو ته رسېدلي چې ۱۸،۳ سلنه زیاتوالی ښيي. د قزاقستان د غلو ټولنې د معلوماتو له مخې، افغانستان د دغه هېواد د اوړو د صادراتو له مهمو بازارونو څخه دی. په ۲۰۲۶ مالي کال کې افغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادرات ۲۱،۵ سلنه زیات شوي دي. دا زیاتوالی داسې مهال دی چې افغانستان د پاکستان له لارې د سوداګریزو لارو له محدودېدو وروسته له منځنۍ اسیا سره خپلې سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې پراخې کړې دي.














