د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو دویم نندارتون پرانیستل شو. د یاد وزارت په وینا، په دې نندارتون کې پر کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د صنعت پر پراختیا، د پانګونې پر جذب او تولیدوونکو ته د بازارموندنې د فرصتونو پر برابرولو ټینګار وشو. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په نندارتون کې له بېلابېلو ولایتونو لسګونه تولیدي او صنعتي شرکتونو خپل محصولات په بېلابېلو برخو کې په ۵۰ غرفو کې نندارې ته ایښي دي. دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي.














