د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، په افغانستان کې د پاتې ناچاودو توکو له کبله د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی. یادې ادارې تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې له ۷۰۰ څخه زیاتو ماشومانو ته له جګړې څخه د پاتې شویو ناچاودو توکو په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې. په خبرپاڼه کې راغلي، یوازې تېره اوونۍ اته افغان ماشومان د ناچاودو توکو له کبله وژل شوي دي. یونیسف زیاته کړې، هڅه کوي چې د افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره له اړوندو ادارو سره په ګډه کار وشي. دغې ادارې ویلي، د ماینونو د خطرونو مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي هڅې ګړندۍ کوي او دغه راز به د هغو کورنیو او ماشومانو ملاتړ وکړي چې ماینونو اغېزمن کړي وي.











