د افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی چې د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کې یې پر ۱۵۰ سېلابځپلو کورنیو یو میلیون او ۵۷۵ زره افغانۍ وېشلې دي. یادې ټولنې په اېکس کې لیکلي چې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې، دغه مرسته د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو د نړیوال فدراسیون په ملاتړ، د سېلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره وېشل شوې ده.په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په ځینو سیمو کې ورښتونو او سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.














