د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، هېواد به یې د جګړې په اړه د مشرتابه هره پرېکړه تر پایه ومني او خلک یې چمتو دي چې تر مرګه یې ملاتړ وکړي. فارس خبري اژانس د پزشکیان له قوله راپور ورکړی چې د جګړې قوماندانان د جګړې د دوام یا درولو په اړه تر نورو ښه پوهېږي او مشرتابه به په دې اړه پرېکړه وکړي. نوموړي ویلي، له جګړې او د هغې له پایلو وېره نه لري او له احتمالي ترور سره سره به له خپل دریځه شاتګ ونه کړي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیاوې دوام لري او د جګړې راتلونکی لا هم ناڅرګند دی.













