د جاپان د کيودو نيوز اژانس د څو سرچينو په قول خبر ورکړ، د دغه هېواد دفاع وزارت پلان لري چې د ماليې وزارت ته کابو د ۸.۹ ټريليونه ينه دفاعي بوديجې غوښتنه وکړي.
دا شمېر به نوی تاريخي ريکارډ جوړ کړي.
د خبر له مخې، د ۲۰۲۷ مالي کال( د ۲۰۲۷ کال د اپريل له لومړۍ نېټې نه د ۲۰۲۸ کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې) د جاپان دفاعي بوديجه چې ممکن د سږ کال په پای کې وټاکل شي، ښايي پر له پسې زياتوالی ومومي او ۱۰ ټريليونه ينو ته به ورسېږي.
له ۲۰۲۳ مالي کال راهيسې د جاپان دفاعي بوديجه پر له پسې زياته شوې چې د دغه هېواد د مختلفو ټولنو د اندېښنې سبب شوی دی.














