د امريکا مرستيال ولسمشر جامز ډېويډ وانس د اګست په ۸مه نېټه له فوکس خبري ټلويزيون سره د مرکې په ترڅ کې ويلي، د امريکا او ايران شخړه لا پای ته نه ده رسېدلې او د ”لوبې منځنۍ مرحلې“ ته ننوتلې ده.
هغه څرګنده کړه، امريکا اوس د ډيپلوماسۍ، اقتصاد او پوځ په شمول د يو لړ اغېزمنو اقداماتو په نيولو سره د يادې شخړې د تر ټولو ښه پای لپاره هڅې کوي.














