د ترکيې خارجه وزير هاکان فیدان د اګست په ۸مه نېټه د يوې ژوندۍ ويډيويي مرکې په ترڅ کې څرګنده کړه، د سعودي عربستان، ترکيې او پاکستان د تازه لاسليک شوي ګډ دفاعي تړون موخه د سيمې د خپلواکۍ پياوړتيا ده، نو د دې تړون چوکاټ بايد پر له پسې پراخ شي.
نوموړي ياد تړون په سيمه کې د تلپاتې ثبات د تر سره کېدو مهم ګام بللی او ويلي يې دي، چې دغه تړون بايد پر اوسنيو درېيو هېوادونو محدود نشي او چوکاټ او اغېزه یې بايد پر له پسې پراخې شي.
د ده په خبره، ګڼو هېوادونو په دغه تړون کې شاملېدو ته تمایلونه ښودلي دي او ويلي يې دي چې ”مصر ممکن په راتلونکې مرحله کې پکې شامل شي.“














