د بغلان ولایت د رسنیو دفتر وايي، د برېښنا شرکت د دې ولایت په چشمهشیر سیمه کې د ۱۶۰ کیلوولټامپیر ظرفیت یو ټرانسفارمر نصب او فعال کړی دی. د خبرپاڼې له مخې، د ټرانسفارمر په فعالېدو سره شاوخوا ۱۵۰ کورنۍ د لومړي ځل لپاره له برېښنا برخمنې شوې. د مسوولینو په وینا، د دې پروژې لګښت شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانۍ دی، چې د برېښنا شرکت له بودجې ورکړل شوی دی.














