د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هرات کې د سویللویدیځ زون په کچه د خوراکي توکو، درملو او صحي محصولاتو د کیفیت ارزونې معیاري لابراتوار پرانیست. نوموړي وویل، له دې وروسته به هېواد ته د واردېدونکو خوراکي توکو، درملو او صحي محصولاتو کیفیت په دغه لابراتوار کې ارزول کېږي. د برادر په وینا، د دغه لابراتوار په فعالیت سره به د بېکیفیته، تقلبي او غیرمعیاري توکو د واردېدو مخنیوی وشي. هغه زیاته کړه، لابراتوار به د کورنیو تولیداتو د کیفیت په تثبیت او د صادراتو په پراختیا کې هم مهم رول ولري. نوموړي له سوداګرو او کورنیو تولیدوونکو وغوښتل چې د خلکو روغتیا او ملي معیارونو ته په پام سره د خپلو توکو کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.














