د ترکیې پارلمان د اګست په ۱۰مې نېټې یوه لایحه تصویب کړې، چې له مخې به یې د کردستان کارګر ګوند د بې وسلې کولو او په ټولنه کې د دغه ګوند د غړو د بیا یوځای کېدو لپاره قانوني چوکاټ جوړ شي.
دا د دې څرګندويي کوي، چې د لسیزو اوږدې شخړې د پای ته رسولو لپاره د ترکیې د حکومت هڅو رنګ راوړی او ستر پرمختګ یې موندلی دی.
د ترکيې د پارلمان ۵۶۲ غړو د يادې لایحې د تصويب يا رد لپاره په رایه اچونه کې برخه اخيستې وه، چې له مخې يې ۴۶۸ غړو مثبتې، ۸۸ غړو يې مخالفې او ۶ غړو یې سپینې رايې کارولې دي.
له رایګيرۍ مخکې، د ترکيې په پارلمان کې نږدې ۱۰ ساعته ګرم بحث شوی دی.














