د ایران ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه يي د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز، اسلامي انقلابي ګارډ او د بسیج مليشې ډلې د قومندانانو په ګډون ۶ لوړ پوړي چارواکي ټاکلي دي.
د ایران ستر مذهبي مشر په څو فرمانونو کې د اسلامي انقلابي ګارډ جنرال علي عبداللهي د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز په توګه او د ايران د ځمکنيو ځواکونو جنرال کیومرث حیدري د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز د مرستیال په توګه ټاکلي دي.
مجتبی خامنه يي په يوه فرمان کې جنرال احمد وحیدي ته د بريد جنرال رتبه ورکړې او هغه يې د اسلامي انقلابي ګارډ د عمومي قومندان په توګه او مصطفی ایزدي یې د مرستیال قوماندان په توګه ټاکلي دي.
مجتبی خامنه يي په يوه بل فرمان کې جنرال علي اعظمي د اسلامي انقلابي ګارډ د سمندري ځواکونو د قوماندان په توګه ټاکلی او حسین طیب یې د بسیج مليشې ډلې د مسئول په توګه ټاکلی دی.













