د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال قدرتالله جمال د خصوصي کارموندنې شرکتونو او اتحادیو له استازو سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د هېواد دننه او بهر افغانانو ته د کاري فرصتونو پر برابرولو خبرې شوې دي. جمال ویلي، د بېکارۍ د کمولو لپاره باید هېوادوالو ته په کور دننه او بهر د کار زمینه برابره شي. نوموړي ټینګار کړی چې بهر ته د کار لپاره تلونکي افغانان باید د قانوني لارو له لارې واستول شي او د قانوني تګ راتګ او کار زمینه ورته برابره شي. د کارموندنې شرکتونو استازو هم د قانوني کارکوونکو د لېږلو او د کاري فرصتونو د موندلو په برخه کې د خپلو هڅو د زیاتولو ژمنه کړې ده.













