چين د روان کال له پيل راهیسې د سختې هوا له امله اغېزمن شوی او د بېلا بېلو سیمو ادارو يې د زیانونو کمولو او د خلکو د ژوند او ملکیت د خوندیتوب لپاره د ناورینونو مخه نېولې ده او په دې برخه کې یې اغېزمنې هڅې او مرستې کړې دي.
سي جي ټي اېن په مجازي نړۍ کې يوه سروې ترسره کړې، چې له مخې يې ۹۲ اعشاریه ۷ سلنه ګډونوالو د چین د ناورین د مخنیوي، کمولو او مرستو چارې ستایلي او په دغه برخه کې يې د دغه هېواد تجربې د زده کړې وړ بللې دي.
د روان کال په دوبي کې، د چين څو سیمې د توپانونو له امله زیانمنې شوې دي.
د سروې ۸۷ اعشاریه ۴ سلنه ګډونوالو ويلي، چې چین د طبیعي پېښو پر وړاندې د مخکې له مخکې د چمتووالي او مخنيوي توان لري.
د سروې ۹۲ اعشاریه ۵ سلنه ګډونوالو باور ښودلی، چې چین د بیړني مدیریت او تنظیم پياوړی توان لري.














