د سرپل ولایت ځایي چارواکي وايي، د سرپل ـ بلخاب سړک د لومړي فاز د قیرکولو چارې د ۵۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د سرپل والي ملا احمدشاه دیندوست ویلي، د دغه سړک لومړی فاز د سوزمهقلعه ولسوالۍ له دوابه کلي څخه تر سانچارک ولسوالۍ د توپخانې کلي پورې غځېدلی، چې موخه یې د ترانسپورتي اسانتیاوو رامنځته کول دي. د نوموړي په وینا، دغه سړک ۲۵ کیلومتره اوږدوالی او ۷.۳۰ متره سور لري او د جوړولو چارې به یې په ۲۲ میاشتو کې بشپړې شي.














