د چين سي ۹۱۹ (C919) مسافر وړونکې الوتکې د اګست په ۱۲مې نېټې له پلازمېنې بېجينګ څخه د مغولستان پلازمېنې اولان باتور ته لومړنۍ نړيواله الوتنه وکړه او هلته په هوايي ډګر کې یې د اوبو پاشلو يا واټر سليوټ له لارې هرکلی وشو.
دا د چين سي ۹۱۹ الوتکې لومړنۍ نړيواله سوداګريزه الوتنه وه، چې ياد هېواد ته يې ترسره کړه او د نړيوالې سوداګرۍ نوي پړاو ته داخله شوه.
د چین-مغولستان نړیوال مسیر کې د سي ۹۱۹ الوتکې الوتنه د دې ښکارندويي کوي، چې يادې الوتکې د دوه اړخیز نړیوال هوایي چلن د معیارونو ازموینه په بریالیتوب ترسره کړې او د نړیوالې الوتنې او د مسافر وړلو وړتيا لري.













