د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له بيبيسي سره په مرکه کې د ا.ا د کورني وضعیت، نړۍوالو اړیکو او د نجونو د زدهکړو په اړه څرګندونې کړې دي. نوموړي ویلي، د افغانستان خلک له اوسني حکومت څخه راضي دي او په ټول هېواد کې یې ملاتړ شته. متقي ویلي، ا.ا له ډېرو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او له ۴۰ ډېر فعال سفارتونه او کونسلګرۍ لري. هغه ټینګار کړی چې د ا.ا په رسمیت نه پېژندل د ځینو هېوادونو خپله پرېکړه ده. د ا.ا د حکومت د جوړښت په اړه متقي ویلي چې حکومت یې ټولګډونه دی او په بېلابېلو دولتي ادارو کې اوس هم ښځې په کار بوختې دي. د نجونو د زدهکړو په اړه یې ویلي، له شپږم ټولګي پورته زدهکړې «تر امر ثاني» پورې ځنډول شوې، خو په مدرسو کې د نجونو زدهکړې روانې دي.














