د افغانستان د امارتي شرکتونو عمومي رییس مولوي احمدجان بلال د ازبکستان په ترمذ ښار کې د سرخاندریا ـ چین په سوداګریزه غونډه کې ګډون کړی دی. د افغانستان د دولتي شرکتونو د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان، ازبکستان او چین چارواکو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د منځنۍ اسیا او چین له لارې د نویو ترانزیټي دهلیزونو پر جوړولو او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، ګډونوالو همداراز د درې واړو هېوادونو ترمنځ د نویو پانګونې فرصتونو د رامنځته کولو په اړه بحث کړی دی. د سرچینې په وینا، دغه غونډه د سرخاندریا، چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصاد او پانګونې د اړیکو د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه.














