د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ د بلاروس په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی. د کرنې وزارت د خبرپاڼې له مخې، افغان پلاوی به د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ کمیسیون په دویمه غونډه کې ګډون وکړي. په دغه پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او د کرنې، ترانسپورټ، مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو، امارتي شرکتونو او د ریاستالوزراء د اقتصادي معاونیت استازي شامل دي. ټاکل شوې افغان پلاوی له بلاروسي چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د اړیکو د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د نوو زمینو پر رامنځته کولو خبرې وکړي. د یاد وزارت په وینا، بلاروس ته د افغان پلاوي سفر او د ګډ کمیسیون دویمه غونډه به پنځه ورځې دوام وکړي.













