یکشنبه, جون 14, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    این ار سي: زرګونه جګړه‌ځپلو کسانو ته مو مرستې وېشلې دي

    د کابل ـ کندهار پر لویه لاره؛ ترافیکي پېښه کې ۲ کسان مړه او ۲۹ ټپیان شوي

    بېکدلي: له افغانستان سره اقتصادي همکارۍ پراخوو

    د هېواد په لرې پرتو ولسوالیو کې د ۶۱ روغتونونو ودانیزې چارې پيلیږي

    امریکا د افغانانو په ګډون ۲۰ کډوال مرکزي افریقا ته لېږدوي

    هېواد کې د اوبیزې برېښنا تولید د پام وړ لوړ شوی

    ۱۶۵ بندي افغانان له ایرانه افغانستان ته راولېږدول شول

    د غزني په ګیرو کې د ۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پيل شوې

    افغانستان د قزاقستان د غلې او اوړو صادرات ۵۸ سلنه زیات شوي

  • سیمه
    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

  • نړۍ
    عراقچي: د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه وروستۍ کېدو ته نږدې شوې

    راپور: نړۍ کې ۱۳۸ میلیونه ماشومان په کار بوخت دي

    بلوچستان کې د پولیسو پر دوو مرکزونو برید شوی

    ټرمپ: واشنګټن له ایران سره د مانادارې هوکړې په لټه کې دی

    نیویارک ټایمز: د امریکا بریدونو د ایران پنځه ساحلي سیمې په نښه کړې

    ملګري ملتونه: د کانګو په ختیځ کې د ایبولا خپرېدل میلیونونه بې‌ځایه شوي ګواښي

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

  • اقتصاد
    افغان او ایراني لوري د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    غزني کې؛ د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ سړکونو د قیرکولو چارې پیل شوې

    ترکي پانګه‌والو؛ د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    پروان؛ د دیني مدرسې او ۵۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

    د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې

    سارک: افغانستان خپل اقتصادي او مالي ثبات ساتلی

    بغلان؛ د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسولو پروژه پیل شوه

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

ټوماس ټرانسټرومر

شفیق امیرزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 8, 2020
in څېرې
0 0
0
ټوماس ټرانسټرومر
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ټوماس ټرانسټرومر سویډنی لیکوال او شاعر دی چې شعرونه یې د نړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوي دي. هغه په اروپا او ځینو نورو غربي هېوادونو کې پېژندل شوی نوم و چې شاعري او لیکوالي یې تل د خلکو له هرکلي سره مخ شوې وه. هغه د ښې شاعرۍ او انساني افکارو د لېږد له امله د نوبل جایزې ګټونکی شو. ویل کېږي چې د هغه اثار د نړۍ په شپېتو ژبو ژباړل شوي دي. ډېر اثار یې لیکلي دي او په خپلو اثارو کې یې تر ډېره د انساني پرمختګ او پیاوړتیا لپاره افکار وړاندې کړي دي. هغه په شاعرۍ کې خپل ځانګړی سبک لري، د کلماتو او ان آهنګونو په تنظیم کې خورا ماهر دی او له دقت کار اخلي.

ټوماس ټرانسټرو د ۱۹۳۱کال د اپرېل په ۱۵مه د سویډن پلازمینې ستاکهلم ته نږدې په وستروس نومي ښار کې زیږېدلی دی. پلار یې هغه مهال د همدې ښار د ورځپاڼې مسوول مدیر و. دی په همدې ښار کې ښوونځي ته لاړ، د لاتین ژبې د زده کړې او ګرامر ښوونځی یې لوست، د ښوونځي تر بشپړولو وروسته یې پوهنتون ته داخله وکړه او په ۱۹۵۰کال کې یې په ستاکهلم پوهنتون کې د دین پوهنې، ادبیاتو، فلسفې او ارواپوهنې پوهنځی پیل کړ. په ۱۹۵۶ کال کې یې د ارواپوهنې په برخه کې خپل سند واخیست او یو کال وروسته د ستاکهلم پوهنتون د روانپېژندنې په برخه کې په دنده وګومارل شو. همدلته چې په کار وګومارل شو، نو له مونیکا بلاد سره یې واده وکړ. ترانسترومر د ۱۹۶۰ او ۱۹۶۶یمو کلونو تر منځ د ځوانانو د روزنې او پیاوړتیا په یوه مرکز کې د ارواپوه په توګه وګومارل شو. هغه په ۱۹۹۰ کال کې له مغزي سکتې سره مخ شو او تر ډېره یې د تکلم یا خبرې کولو قوه کمزورې شوه. هغه اوس د خپلو خبرو د شریکولو او خپل زړه د سپکولو لپاره یوازې یوه لاره لرله او هغه هم لیکل وو. ټوماس په داسې یوه کورنۍ کې زیږېدلی او لوی شوی و چې له لیکوالۍ او لیکلو سره یې مینه لرله. پلار یې تکړه لیکوال او د یوې ورځپاڼې مسوول مدیر و، نو دې هر څه د هغه پر ژوند هم تاثیر درلود. هغه خپل لومړنی شعر په ۱۴ کلنۍ کې لیکلی و.

په اوولس کلنۍ کې یې لومړنۍ شعري ټولګه چاپ کړه. د دې تولګې نوم یې و اوولس شعرونه. هغه یې لومړنی کتاب و، د ده لومړنۍ چاپ شوې شعري ټولګه وه، خو لکه ده چې تمه لرله دومره د خلکو له هرکلي سره مخ نه شوه. خو اوس اوس پوهان او نقادان وايي چې د هغه په شاعرۍ او لومړنۍ چاپ شوې ټولګه کې ډېر ظرافت او هنر کارېدلی دی. د دوی په خبره، د ټوماس غوره اثر یې هم همدا لومړنی اثر دی او خوندور اشعار یې پکې راټول کړي دي.

لیکوالان په دې باور دي چې هغه د مډرنې شاعرۍ یا له قافیې څخه د خلاصې شاعرۍ په رامنځ ته کولو او پراخولو کې لوی لاس درلود. هغه په تېره بیا په سويډن کې د هغو شاعرانو له ډلې دی چې له قافیې پرته شاعري یې وکړه. تر ده وړاندې په سویډن کې په شاعرۍ کې قافیې ته ځانګړی ارزښت ورکول کېده، خو دی په دې بریالی شو چې دغه دود مات کړي او له قافیې خلاصه شاعري د ازاد نظم په چوکاټ کې وکړي. هغه ان وزن هم له شاعرۍ لرې کړ، تغزل یې هم هېر کړ او یوازې د شعر آهنګ ته متوجه و. د هغه شاعري فلسفي شاعري ده. دی د څیزونو او توکو له نړۍ روایتونه را اخلي او په شاعرۍ کې یې کاروي. لیکوال او نقاد روز شیدلر یې په اړه وايي چې هغه تل له کایناتو او توکو سره مصروف دی. د ده په خبره، هغه تل له ساده شیانو خبرې پیلوي او همداسې یې پسې غوړوي. هغه وايي: «دی له ډېرو ساده تصویرونو پیلول کوي. بیا یې همداسې پسې غوړوي او ان میتافیزیک ته رسېږي. هغه له توکو خبرې پيلوي او د توکو په اړه خبرې کوي. دی له طبعیت سره مینه لري او طبعیت په خپله شاعرۍ کې داخلوي.»

هغه همدا راز وایي چې ټوماس یو پیاوړی کس و، چې له ناروغۍ سره سره یې ښه شاعري او لیکوالي کوله. د ده په خبره، دا حیرانوونکې ده چې د داسې یوه شاعر شعرونه او شعري ټولګې دې ان د نړۍ شپېتو ژبو ته وژباړل شي. هغه وايي: «یو پیاوړی کس و، د یوې عصبي ستونزې له امله یې خبرې نه شوی کولی. هغه خپل وخت په پیانو غږولو او لیکلو تېراوه. ده په یوه لاس پیانو غږوله، ځکه د بدن یوه برخه یې د عصبي سکتې له امله فلج شوې وه».

د ترانسترومر په شاعرۍ کې تاسې ډېر کم اشخاص او افراد لیدلی شی چې د کرکټر په بڼه راڅرګند شي. تر ډېره یې په شاعرۍ کې کرکټرونه توکي او اشیا دي. هغه د سیوري، کایناتو او شاوخوا توکو په اړه خبرې کوي. د سویډن، اروپايي هېوادونو په تېره د جرمني ځينې اسطورې یې په واضح توګه په شاعرۍ کې لیدلی شو. له شاعرۍ یې ښکاري چې دی د معمارۍ، نقاشۍ او ان موسیقۍ په برخه کې پوره او ښه معلومات لري او په شاعرۍ کې یې کاروي. له دې هر څه ویلی شو چې هغه په شاعرۍ کې یو نوی سبک رامنځ ته کړی دی، داسې سبک چې پر توکو او فلسفي مسایلو راڅرخي. هغه هېڅ وخت د دې ادعا نه ده کړې چې د کوم نوي سبک بنسټګر دی، خو پوهان په دې باور دي چې هغه په رښتینې مانا یو نوی او په زړه پورې سبک رامنځ ته کړی چې ساده‌ګي او زړه راښکون یې مهمې ځانګړنې دي.

ټوماس تر مغزي سکتې وروسته له فلج سره مخ شو، خبرې یې نه شوی کولی، خو دې هر څه هغه و نه دراوه او شاعرۍ ته یې ادامه ورکړه. نوموړي د خپلې شاعرۍ او لیکوالۍ په برخه کې ډېرې جایزې ګټلې دي چې تر ټولو مهمه یې د نوبل جایزه وه. دی اتیا کلن و چې د نوبل جایزه یې په ۲۰۱۱ کال کې وګټله. د سویډن سلطنتي اکاډمۍ اعلان وکړ چې د نوبل د ۲۰۱۱ کال جایزه یې ټوماس ترانسترومر ته ورکړې ده، ځکه هغه په ساده او روښانه انځورونو سره خپلو لوستونکو ته د واقعیت د کتلو نوی امکان په لاس ورکوي. له دې سره جوخت په نړۍ کې په دې اړه ډول ډول غبرګونونه وپارېدل. چا فکر نه کاوه چې سویډن دې په خپل هېواد کې خپل لیکوال ته دا جایزه ورکړي او هېچا دا فکر نه کاوه چې نوبل بنسټ به خپله جایزه دې اتیا کلن او نیمه فلج شاعر ته ورکړي، خو نوبل بنسټ دا پرېکړه وکړه او جایزه یې ټوماس ته ورکړه. ټوماس داسې مهال د نوبل ګټونکی شو، چې نور بیخي له پښو لوېدلی و. خبرې یې نه شوی کولی او مېرمنې یې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، خاوند یې نوره دا هیله نه لرله چې د خپل ژوند پر مهال دې د نوبل جایزه وګټي.

نوبل ګټونکي لیکوال په ۱۹۵۶ کال کې له ستاکهلم وستراس ته کډه وکړه. په دې ښار کې یې لیکنې او شعرونه دومره مشهور شول چې په همدې ښار کې یې په نامه یوه ادبي جایزه رامنځ ته کړل شوه. دا جایزه د ترانسترومر ادبي جایزه نومېده. لومړنی کتاب یې په ۲۳ کلنۍ کې د اوولس شعرونو په نامه چاپ کړی و. په ۱۹۵۸ او ۱۹۶۶یمو کلونو کې یې دوه نور کتابونه هم چاپ کړل. په دې کتابونو کې یې اسپانیا، بالکان، افریقا او امریکا ته د خپلو سفرونو د تجربو په اړه خبرې کړې وې. په ۱۹۹۶ کال کې یې د ګوندولا د جنازې مراسم کتاب هم خپور کړ.

د ترانسترومر د شعر مهمه ځانګړنه د هغه لنډوالی دی. د هغه شعر ساده دی، ډېری نقادان په دې باور دي چې د ترانسترومر شاعري د انسان ذهن ته د جاپانۍ هایکو سبک تداعي کوي. هایکو د شعر یوه بڼه ده چې درې مسرې لري او د نړۍ په کچه په جاپاني هایکو شعر مشهور فورم دی. د ټوماس شاعري هم همداسې یو سبک لري چې په ساده والي او لنډوالي کې مهم هدف درته وړاندې کوي. د ده په شاعرۍ کې نه یوازې کلمات؛ بلکې ان سیلابونه هم په پوره مهارت او دقت ځای پر ځای کېږي. د محتوا له اړخه هم د ټرومر شاعري د پام وړ ده. شاعري یې فلسفي رنګ لري، د طبعیت او فلسفي تجرید په اړه ښه نظر لري. په ورځني ژوند کې انساني چلندونه یې هم د شعر په محتوا کې دي.  چلند، بدلون او د ښو انساني عادتونو خپلول یې هم په شاعرۍ کې ځای لري. تر ډېره یې په شاعرۍ کې د خپل ژوند تجربې، شاوخوا نړۍ، مسایل او مهمو پوښتنو ته ځوابونه را اخیستي دي، دا ځوابونه هم تر ډېره فلسفي او شاعرانه دي.

د برېتانیکا دایره المعارف د ترانسترومر د اثارو په اړه لیکي چې د ده شاعري په شلمه پېړۍ کې تر بل هر شاعر ډېره ترجمه شوې ده. یاده منبع د خپلو خبرو په دوام لیکي: «هغه یوه پیاوړې ژبه کاروي، انځور یې پیاوړی دی، د ترانسترومر شاعري او پیاوړی انځور د دې سبب شوی چې په شلمه پېړۍ کې یې اثار تر بل هر شاعر ډېرو ژبو ته وژباړل شي.»

ترانسترومر ارواپوهنه لوستې وه. په فلسفه کې یې هم مطالعه لرله. همدې مطالعې او زده کړې یې پر شاعرۍ پراخ اغېز درلود. هغه نږدې دیارلس شعري ټولګې چاپ کړې دي، حجم یې کم دی، خو د محتوا له اړخه غني دي. هغه په شاعرۍ کې پر کمیت او یا په لیکوالۍ کې کمیت ته ارزښت نه ورکوي، بلکې کیفیت ورته مهم دی. په دې مانا چې تر ډېرو کتابونو چاپولو د کمو خو له مانا ډکو اثارو چاپول مهم دي. هغه خپله لومړنۍ شعري ټولګه په ۲۳ کلنۍ کې چاپ کړه چې خلک یې حیران کړل، دومره مشهور نه شو، خو وروسته وروسته یې له شهرت سره د لومړنۍ شعري ټولګې ارزښت هم خورا ډېر شو. دا یې لومړنۍ تجربه وه، خو بریالۍ تجربه یې هم وه.

د هغه د شعر د سبک په اړه ویلی شو چې ساده‌ګي او لنډوالی یې د شعر اصل دی. په بله مانا داسې شاعري یې ده چې سختې کلمې او پېچلې جملې پکې نشته. مجبوره نه یو چې د شعر د لوستلو لپاره یې ځینې کلمات د قاموس په مرسته مانا کړو. ساده او عامیانه الفاظ کاروي. د هغه شعر یوازې یوه باریکي لري چې لوستونکی یې په پوهېدو کې له ستونزو سره مخ کېږي. هغه همدا چې د سویډن ځينې ځانګړي اصطلاحات، دودونه او د اروپا ځینو مشهورو اسطورو ته اشاره کوي. څوک چې له دې اسطورو، شعرونو، متلونو، دودونو، فرهنګ او کړو وړو سره نابلده وي، ارو مرو به د ده په شاعرۍ کې هم له ځینو ستونزو سره مخ شي.

د نوبل بنسټ هم هغه مهال ویلي وو چې د ترانسترومر شاعري ځانګړې ساده‌ګي او رواني لري. هغه ساده ژبه کارولې ده، پېچلي لغتونه نه کاروي او هڅه کوي چې شعر او شاعري یې عام فهمه وي. نوموړي د خپل هنري عمر په اوږدو کې ډېر اثار چاپ کړي دي. تر ټولو مشهور یې (ستره معماري، د ژوندیو او مړو لپاره، د حقیقت خنډونه، د بالتیک ساحل، سندرې او خاپونه، د لارې د منځ رازونه، اوولس شعرونه او په انګلیسي ژبه د شعرونو یوه مجموعه یې چاپ شوي اثار دي.)

ترانسترومر د عصبي سکتې له امله نیمه فلج و، ښی لاس یې له کاره لوېدلی و، په خبرو کولو کې یې ستونزه لرله، په چپ لاس یې لیکل کول او همدا راز یې له موسیقي سره مینه وه. ده به پیانو غږوله، د بېکارۍ پر وخت یې له دې هنر خوند اخیست او لیکوالي یې کوله. په دې موده کې یې مېرمن د هغه ښی لاس وه، مرکې یې هغې مخ ته وړې، کارونه یې تنظیمول او د ده شاعري یې منظموله. د نوبل جایزې تر ګټلو وروسته  په ۲۰۱۵ کال کې د مارچ په ۲۶ مه د ۸۳ کلونو په عمر ومړ.

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In