سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Home څېرې

ډاکتر عبدالوکیل خان

احسان الله کریمي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 10, 2021
in څېرې
0
ډاکتر عبدالوکیل خان
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

ممنون مقصودي

عثمان کاکړ

نصیر احمد احمدي

ډاکتر عبدالوکیل خان عمرخېل په ۱۲۹۸ کال په کابل کې وزیږېد. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د کابل د غازي په عالي لیسه کې سرته ورسولې او د لوړو زده کړو لپاره په یو دولتي سکالرشیپ هندوستان ته ولاړ او هلته یې د لسانس تر کچې پورې زده کړې وکړې. نوموړي د هند د لالپورې پوهنتون د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې لوړې زده کړې وکړې او وروسته د ماسټرۍ لپاره د برېتانیې شاهي هیواد او د دوکتورا لپاره امريکا ته ولاړ. ډاکتر عبدالوکیل د ارواښاد موسی شفيق په کابينه کې د کرنې وزير و، چې هغه وخت یې د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې په لسګونو پروژو کې کار وکړ.

 د خاورې پروژه، د څړځايونو د اصلاح او پراخوالي پروژه، د شنه ځواک پروژه، د نباتاتو د ساتنې پروژه، د مصنوعي القاح پروژه، د چرګانو پروژه، د ورېښمو  چینجيو پروژه، د خړوبولو کوچنۍ پروژه، د کوچنيو بندونو پروژې، د پروان د پراخو ځمکو د خړوبولو  پروژه او ځینې نورې پروژې یې د يادونې او درنښت وړ دي.

ډاکتر عبدالوکیل د موسی شفیق په کابینه کې د کرنې وزیر، د هلمند- وادي پروژې د تخنیکي مرستیال او بیا وروسته د همدې پروژې د رییس په توګه دندې تر سره کړې دي. نوموړي له هیواده بهر هم له ډېری مرستندویه پروژو سره کار کړی دی.

 نوموړي د خپل وزارت پر مهال د مېوو باغونو ته هم زياته توجه وکړه، په همدغه وخت کې یې غزني، فراه، لوګر، وردګ، سمنګان او کابل ولایتونو کې ۱۶ باغونه د بېلګې او څېړنې لپاره جوړ کړل، چې ډېرې ښې پايلې یې ورکړې. ده کوښښ کاوه  چې څنګه وکولای شي د ونو او بوټو په ژوندي ساتلو او سمسورتيا کې ډېر کار وکړي. ډاکټر عبدالوکیل څه وخت د هلمند- وادي پروژې د تخنيکي مرستيال په توګه وټاکل شو، چې د هغه وخت په ډېرو لږو او ابتدايي امکاناتو یې دغه پروژه بریالۍ او دې دښتې ته یې د بغرا په نوم لویه ویاله تېره او د هلمند خړې دښتې یې خړوبې او زرغونې کړې. دا چې نوموړي د هلمنديانو زړه وګاټه او هغوی ته یې کار وکړ، هلمنديانو يو ځل ملي شورا ته د هلمند د خلکو استازی هم وټاکه. عبدالوکیل خان د ثور له کودتا وروسته پېښور ته کډوال شو او هلته یې له نړيوالو مرستندويه ادارو سره کار پيل کړ. وايي دومره د کر شوقي و چې کله به نوی اصلاح شوی تخم یا نیالګی د نړۍ په کوم کونج کې پیدا شو، ده به هرو مرو خپل هيواد ته راوړو، چې ښې بېلګې یې له جاپان، امریکا، لبنان او د منځنۍ اسيا له ځینو هېوادونو څخه د مڼو، بادامو، انګورو، شفتالو، ګيلاسو، ناکو او نورو ډول ډول نيالګيو راوړل او تکثيرول یادولی شو. همدارنګه نوموړي د کرنې په اړه په سلګونو مسلکي او څېړنيزې مقالې ليکلې دي، چې د نوموړي  د مقالو یوه ټولګه (افغانستان کې د باغونو پرمختګ) په نوم چاپ شوې هم ده، خو ډېر اثار یې لا هم ناچاپ پاتې دي.

ډاکتر عبدالوکیل ته د نږدې کسانو په وینا، نوموړي له کرنې سره دومره بې حده مینه درلوده، چې اوسمهال یې هم د ځينو ګاونډيو هیوادونو په مشهورو پوهنتونونو کې د کړو خدمتونو یادونه کیږي او هرڅوک یې د مثال په توګه کاروي. د دوی په وینا، افغانستان که نن زرغون دی او په ډېری ولایتونو کې خوندورې مېوې لري، دا برکت د ډاکتر عبدالوکیل دی.

جالبه دا ده چې دې دومره لوی سړي بې حده ساده ژوند درلود، له هر بزګر او بڼوال سره به پوله په پوله، نیالګي په نیالګي ګرځېده او د ناروغیو په تشخیص کې به یې ورسره مرستې کولې؛ که څه هم د کرنې د علم پروفیسور و او آن د نړۍ د سترو پوهانو په کتار کې ولاړ و، خو بیا به یې هم ویل چې «زه یو باسواده دهقان یم!».

وایي ارواښاد عبدالوکیل خان به  چې نیالګی کېښود، ورته ځیر به شو، څانګې به یې ورسمې کړې او تم به شو  چې د نیالګي شاوخوا خاورې به اوبه وزغملې، نو ده به ژوره ساه واخیسته، خپلو ملګرو ته به یې وویل: «داسې سیاست مو وکړ، چې له ګټې پرته یې تاوان هیچا ته نه رسیږي.»

نوموړی د نورو افغانانو په څېر په جلا وطنۍ کې له ډېرو ستونزو سره مخ شو، ویل کیږي چې له وطن سره یې ډېره بې حده مینه درلوده او د ژوند تر پایه یې د هیڅ هیواد تابعیت وانخیست. کله چې هیواد ته راستون شو بیا یې د افغانستان په زرغون کولو پیل وکړ، له بهر څخه به چې کله هیواد ته راتلو، نو حتماً به یې د بېلو بېلو میوو بوټي له ځان سره راوړل او د هیواد په بېلو سیمو کې به یې کرل.

عبدالوکیل خان د افغانستان د زرغون کولو لپاره ډېر بنسټیز کارونه وکړل، چې لسیزې وروسته یې هم د هیواد په بېلو برخو کې هیوادوالو ته ګټه رسیږي. د  نوموړي له دوستانو او د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد شراف الدین عظیمي وايي چې ډاکتر عبدالوکیل خان د افغانستان لپاره ډېر نه هېردونکي کارونه کړي، چې هیڅوک ورسره د پرتلې وړ نه دي. د نوموړي په خبره، هغه رښتینی انسان و  او ډېر ساده ژوند یې درلود. استاد زیاتوي چې کله د کرنې وزیر هم و، خپله به تلو او له بزګرانو سره به یې په پټيو کې کار کاوه.

ارواښاد ډاکټر عبدالوکیل خان د هیواد واقعي خدمت کوونکی او داسې بچی و چې سیال یې ډېر کم دی. د افغانستان د کرنې سکټور په برخه کې له بل هرچا زیات خدمتونه  نوموړي تر سره کړي او هېڅوک د ارواښاد په خدمتونو سترګې نشي پټولای.

ډاکتر عبدالوکیل خان اووه زامن او دوې لورانې لري چې اوسمهال ټول په امریکا کې مېشت او هلته ژوند کوي. نوموړی ډېر اجتماعي او ټولنیز انسان و، په ټولنه کې یې له خلکو سره ډېرې نږدې اړیکې درلودې او په سیاست او نورو مسایلو باندې ډېر ور ګډ نه و. ده به چې هر څه د ځان لپاره خوښول، نورو ته یې هم هغه خوښول.

عبدالوکیل خان نه یوازې هیوادوالو ته سرې او زیړې مڼې راوړې، بلکې د کرنې په نورو برخو کې یې هم ستر خدمتونه کړي دي. یو لوی میراث یې خپلو هیوادوالو ته پرېښی دی، چې د تل لپاره د ارواښاد یاد ژوندی ساتي.

د نوموړي د ښو خدمتونو له کبله د افغانستان حکومت په مرکز کابل او په ډېری نورو ولایتونو کې ځینې ملي باغونه، څلور لارې، ودانۍ او منارونه د عبدالوکیل خان په نوم نومولي دي.

د کرنې وزارت سلاکار پوهاند صمدي د ډاکتر عبدالوکیل عمرخېل په اړه وايي چې عمرخېل د کرنې په سکټور کې ډېر زیات خدمتونه کړي دي او افغانستان ته یې د میوو داسې نیالګي راوړي دي، چې نن یې افغانستان پر مټ له نورې نړۍ سره د ښو میوو په برخه کې سیالي کولای شي.

داسې ویل کیږي چې ډاکتر عبدالوکیل خان چې کله د کرنې وزیر و، هغه وخت هلمند ولایت د اسیا په کندو بدل شو او ډېری هیوادونو ته به له دې ولایت څخه غنم صادرېدل. نوموړی د نړۍ دې مشهورو او غوره فروفیسورانو په ډله کې راځي او د کرنې په برخه کې یې کړي خدمتونه ان نړیوال ستايي.

عبدالوکیل خان د افغانستان په تاریخ کې د کرنې په برخه کې داسې بنسټ کېښود، چې لسیزې وروسته یې هم یاد ژوندی دی.

کله چې نوموړی د ناروغۍ پر بستر پرېوت او له هیواد څخه بهر د ډاکترانو له لوري ورته وویل شول چې ستاسو روغتیايي وضعیت چندانې دې ډاډ وړ نه دی، نوموړی ژر خپل هیواد ته راوګرځېد، دلته یې په لسګونو باغونه کېنول او له لسګونو هغو باغونو یې بیا لیدنه وکړه، چې نوموړي کېنولي وو. نوموړی د ژوند تر اخرو په خپل هیواد کې پاتې شو او په پوره مینه او هڅه یې خدمت وکړ.

نوموړی ډېر پرهیزګاره شخص ګڼل کېده او د ژوند تر پایه یې د هیڅ قوم پلوي ونه کړه. بالاخره دې سترې هستۍ په ۱۳۷۹ کال کې د وینې د سرطان له امله د پښتونخوا په پېښور کې له نړۍ سره مخه ښه وکړه او جنازه یې د وردګو ولایت، نرخ ولسوالۍ، د عمرخېلو کلي په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل  شوه.

Previous Post

بریا؛ د ښارونو د ویجاړۍ او تباهۍ په بیه

Next Post

انګور د معدې لپاره ګټور دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ممنون مقصودي
څېرې

ممنون مقصودي

by Spogmai Radio
اگست 3, 2021
عثمان کاکړ
څېرې

عثمان کاکړ

by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
نصیر احمد احمدي
څېرې

نصیر احمد احمدي

by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
رسول باوري
څېرې

رسول باوري

by Spogmai Radio
جولای 9, 2021
عبدالله مقری
څېرې

عبدالله مقری

by Spogmai Radio
جون 29, 2021
Next Post
انګور د معدې لپاره ګټور دي

انګور د معدې لپاره ګټور دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين – لاوس رېلوې د مسافرو شمېر له ۶۰ ميليونو زیات شوی

د چين – لاوس رېلوې د مسافرو شمېر له ۶۰ ميليونو زیات شوی

اکتوبر 10, 2025
ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

وال‌سټریټ ژورنال: ټرمپ نور نه غواړي چې د ایران د انرژۍ پر زېربناوو بریدونه وشي

مارچ 19, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved