د چین د پخواني صدراعظم جو ژونګ جي د جسد د سوځولو مراسم د اګست د ۱۸مې نېټې يعنې د سې شنبې په سهار د پلازمېنې بېجينګ د باباوشان په انقلابي قبرستان کې ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د چين د دولت رئيس شي جین پینګ او د لي چيانګ، جاو له جي، وانګ هو نينګ، څای چي، دينګ شوی شيانګ، لي شي او هان جنګ په شمول د چین د کمونېست ګوند او دولت لوړ پوړو مشرانو ګډون کړی و.
د چين مشران د جو ژونګ جي له جسد سره په درناوي روان وو او د چوپتيا مراسم یې پر ځای کړل.
هغوی د جو ژونګ جي جسد ته د درناوي لپاره درې ځله سرونه ښکته کړل او د جو د کورنۍ له غړو سره یې په لاسونو روغبړ وکړ.
هو جین تاو د جو د مړینې په مناسبت د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره د ګلونو ګېډۍ وړاندې کړه.
جو ژونګ جي د اګست په ۱۲مې نېټې د ۹۸ کلونو په عمر د ناروغۍ له امله په بیجینګ کې مړ شو.
هغه د چین د کمونست ګوند د ۱۴مې او ۱۵مې مرکزي کمېټو د سیاسي بیورو د دايمي غړي په توګه دنده ترسره کړې وه.
د چين د دولت په تسليت پاڼه کې جو ژونګ جي د ګوند د یوه غوره غړي، د تاريخ ازمویل شوي او وفادار کمونېست جنګیالي او د پرولتاريا د یوه غوره انقلابي، سیاستوال او د ګوند او دولت د مشر په توګه ستايل شوی دی.
کله چې جو ژونګ جي د سختې ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر شو، نو شي جین پینګ، لي چیانګ، جاو له جي، وانګ هو نینګ، څای چي، دینګ شوی شیانګ، لي شي، هان جنګ او هو جین تاو د نوموړي د پوښتنې لپاره روغتون ورغلل او ژوره خواخوږي یې ورسره څرګنده کړه.
دوی د جو ژونګ جي له مړینې وروسته هم په مختلفو لارو د ده کورنۍ سره صادقانه خواخوږي څرګنده کړې ده.














