د جاپان د سیلانۍ ادارې د اګست په ۱۹مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې یې، د روان کال په تېرو اوو میاشتو کې دغه هېواد ته د چین د سترې برخې د سیلانیانو شمېر د تېر کال د ورته وخت په نسبت ۵۶ اعشاریه ۳ سلنه کم شوی دی.
د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي د تایوان په اړه د ناسمو خبرو له ویلو راهیسې، دغه هېواد ته د چین د سترې برخې د سیلانیانو شمېر ورځ تر بلې کم شوی دی.
د جاپان نیهون کیزی شیمبون ورځپاڼې په همدې ورځ خبر ورکړی، چې د روان کال په تېرو ۷ میاشتو کې جاپان ته د چین د سترې برخې سیلانیانو شمېر د ټولو بهرنیو سیلانیانو لس اعشاریه یو سلنه نیسي، خو دغه شمېر د تېر کال په همدې مودې کې ۲۲ اعشاریه ۸ سلنه و.
شمېرې ښيي، په تېرو ۷ میاشتو کې جاپان ته د بهرنیو سیلانیانو عمومي شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت هم کم شوی دی.













