د امريکا هارورډ پوهتون د کېنيډي حکومتي پوهنځي پروفيسور داني رودريک او د دغه هېواد د تصديو څېړنيز مرکز د اقتصادي پاليسيو څېړنيزې څانګې مشر مايکول ستراين په شمول څو اقتصادپوهانو په خپلو ليکنو کې هغه نظريه رد کړې، چې ګواکې چين نړۍ ته فشارونه يا زيانونه رسوي.
دوی ويلي، د چين سوداګريزې پاليسۍ د نورو د ځپلو په موخه نه دي، بلکې خپلو ګاونډيانو ته يې ډېرې ګټې رسولې دي. چين پر نورو نه يوازې چمتو شوي توکي، بلکې توليدي تجهيزات، پرزې او نيم چمتو شوي توليدات هم پلوري، چې له ډېرو هېوادونو سره یې د صنعتي کېدو د لګښت په کمولو کې مرستې کړې دي.
دغو اقتصادپوهانو هغه نظريه، چې چين بايد خپلې صنعتي چارې قرباني کړي او نورو ته د پرمختګ لاره هواره کړي، اقتصاد پوهنې سره په ټکر کې بللې ده.
د چين د خارجه وزارت وياند لين جيان د اګست په ۲۰مه نېټه په دې اړه ويلي، چې د هېواد پرمختګ یې نړۍ ته د زيانونو پر ځای فرصتونه برابروي او پر نورو د فشار اچولو پر ځای، د هغوی وړتياوې پياوړې کوي.
د ده په خبره، چين به له خپل باکيفيته پرمختګ سره نورو هېوادونو ته د بازار، نوښت او پرمختګ ګټورې لارې برابرې کړي.














