د ايران خارجه وزارت د اګست په ۲۰مه نېټه په يوې اعلاميې کې پر دغه هېواد د امريکا د نويو لګېدونکو اقتصادي او سوداګريزونو بنديزونو سخته غندنه کړې او ويلي يې دي چې هېواد به يې د هر ډول وسيلو په کارولو او تر وسې خپلې ملي ګټې او د ايرانيانو قانوني حقونه وساتي.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي، امريکا پر ايران د زياتو نويو اقتصادي او سوداګريزو بنديزونو د لګولو اعلان کړی او دا د ايرانيانو پر بنسټيزو بشري حقونو څرګند تېری دی او هم دغه کړنې يې د ”اقتصادي ترهګرۍ“ او ” بشريت ضد جرمونو“ څرګندويي کوي.
د ايران په نظر، د امريکا دغه کړنې د نورو د ملي حاکميت د درناوي او د نړيوالو قوانينو له اصولو سره په ټکر کې دي او بنديزونه او اقتصادي فشارونه يې ”د جنګ او پوځي تېري سکې بل مخ“ بللي دي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۱۹مه نېټه اعلان وکړ، چې د ايران په مقابل کې به ”ويجاړونکي اقتصادي عمليات“ ترسره کړي.
د امريکا ماليې وزير سکوټ بېسېنټ د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه ګواښ کړی، چې هېواد به یې د ايران پر وړاندې د اقتصادي ګوښه توب بې ساري اقدامات غوره کړي.














