د روسيې د خارجه وزارت وياندې ماريا زاخاروا د اګست په ۲۰مه نېټه په يوې نوبتي خبري ناستې کې ويلي، جاپان د دوهمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې پر نورو هېوادونو تېری کړی او له تېرو څو لسيزو راهيسې يې دغه واقعيتونه نه دي درک کړي او يا يې پرې سترګې پټې کړې دي. د دې په خبره، روسيه له جاپان څخه غواړي، چې د دوهمې نړيوالې جګړې پر پايلې پوره اعتراف وکړي او خپل تېري کوونکي تاريخ ته بايد ښکلا ور نه کړي.
نوموړې څرګنده کړې، د جاپان حکومت د ځان د بې شرطه تسليمېدو د ۸۱مې کليزې په درشل کې د اسيا او ارام سمندر پر هېوادونو خپل تېري کوونکي واقعيتونه نه دي درک کړي، د ګاونډيو هېوادونو له بې ګناه او ځپلو خلکو څخه يې بښنه نه ده غوښتې، د خپل هېواد د اساسي قانون د سوله ييزو مادو مراعات يې نه دی کړی او پر ځای يې د ”بيا پوځيتوب“ تګلاره ټاکلې، چې ورځ تر بلې پر خطرناک لوري ګامونه پورته کوي.













