د امریکا نوي منتخب ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو یو پخوانی تور پوستی قومندان د دفاع وزارت ته نوماند کړی دی. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې تور پوستی امریکايي جنرال لایډ آسټین د جو بایډن له لوري دفاع وزارت ته نوماند شوی دی. هغه تر دې وړاندې په پنټاګون کې پر لوړو څوکیو کار کړی دی او دغه راز یې په افغانستان او عراق کې هم ماموریت ترسره کړی دی. هغه به د امریکا په تاریخ کې لومړنی تورپوستی وي چې د امریکا ددفاع وزارت څوکۍ ته رسېږي. رسنیو یې په اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي.
































