د ایران د اسلامي جمهوریت ټلويزيون د اګسټ د ۲۲مې نيټې په شپه کې د دغه هېواد د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي په قول ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکړ، چې د ایران پر وړاندې د امریکا په اقتصادي جګړه کې ګډون ونکړي، که داسې نه وي، ايران به دوی د دوښمنانو په توګه وګني.
رضايي ويلي چې ایران د شخړې د سختېدو هڅه نه کوي، مګر که ګاونډي هېوادونه په دې اقتصادي جګړه کې له امریکا سره همکاري وکړي، ایران به “د دغو هېوادونو ګټو ته زیان ورسوي، د فارس خلیج او هرمز تنګي څخه به د تیلو یو څاڅکی هم و نه بهیږي. سربېره پر دې، موږ به د فارس خلیج څخه د تیلو د صادراتو نورې لارې هم په نښه کړو.”














