په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال دایمي استازي سون لې د اګست په ۲۵مه نېټه د دغه سازمان د ۸۰مې کلیزې د اصلاحاتو وړاندیز(UN80)په مباحثوي ډیالوګ کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي د اصلاحاتو یاد وړاندیز د ملګرو ملتونو د پرمختګ او ابادۍ سیسټم د کیفیت او موثریت د لوړولو لپاره مهم فرصت بللی او ويلي يې دي، چې چين به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو سره يو ځای په محتاط او مناسب ډول د دې سازمان اصلاحات وهڅوي او د پرمختګ لپاره به یې ملاتیر برابر کړي.
ښاغلي سون لې ویلي، د ملګرو ملتونو په اصلاحاتو کې باید د دې سازمان د مرکزي پرمختګ صلاحیت وساتل شي او په خبره یې، صلاحیت د ارګانونو د دندې ترسره کېدو لپاره بنسټیز مقررات او د غړو هېوادونو د اوږدمهالو مشورو اجماع ده.
سون لې زیاته کړې، په اصلاحاتو کې باید د مختلفو ارګانونو مرکزي دندې او ځانګړې وړتیاوې وساتل شي او هم یې باید صلاحیت بشپړ وساتل شي، څو د دغو ارګانونو د کارونو د بشپړولو توان او د مختلفو ارګانونو ترمنځ اغېزمنې همکارۍ وهڅول شي او د سراسري جنوب له هېوادونو څخه نور هم ښه ملاتړ وشي چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا پلې کړي.














