د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي ناسته چې په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوې، په کې په خوست کې د یوه ورزشي او تفریحي کمپلېکس او د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې د وریجو د منډوي جوړولو طرحې څېړل شوې دي. د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، د یادو طرحو له بحث وروسته ټاکل شویو کمېټو ته دنده سپارل شوې چې طرحې په هر اړخیز ډول وارزوي او خپل راپورونه په ټاکلي وخت کې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.














