د جنوبي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا د اګست په ۲۵مې نېټې ته ویلي، چې په هېواد کې يې د کډوالو ضد د وروستي تاوتریخوالي په پارولو کې ښايي بهرني ځواکونه لاس ولري او په خبره یې، حکومتي ادارو یې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
رامافوسا د همدې ورځې په ماسپښین د ملي شورا د غړو پوښتنو ته په انلاين ځواب کې ويلي، چې بهرني ځواکونه په جنوبي افریقا کې د کډوالو ضد تاوتریخوالي کې لاس لري او خلک یې د تاوتريخوالي په لوري هڅولي دي او په ټکو يې، یو شمېر نور افریقايي هېوادونه هم پر دې موضوع پوه شوي دي.
رامافوسا د کډوالو ضد تاوتریخوالی یوه «پیچلې» او «څو اړخیزه» ستونزه یاده کړې، چې پکې د دغه هېواد ځیني وګړي او هم بهرني ځواکونه لاس لري.
هغه زیاته کړې، ځیني کسان هڅې کوي چې د جنوبي افریقا او د نورو افریقايي هېوادونو د خلکو ترمنځ اختلافونه راپورته او د جنوبي افریقا ټولنیز ثبات زیانمن کړي او په خبره یې، حکومت یې په اړه پلټنې پيل کړې دي.














