د چين د اور وژنې او ژغورنې ادارې خبر ورکړی، چې د اګست د ۲۸مې نېټې په سهار یې د شيځانګ کورواکې سيمې د ژيکاځه ښار جيلونګ ولسوالۍ ته د محافظت، ژغورنې او د عملیاتو د ملاتړ په ګډون ۱۳ ډوله مرستندویه توکي رسولي دي.
د چين د اور وژنې او ژغورنې مرستندويه ډلې ويلي، د اګست په ۲۷مې نېټې يې۶۸۱ اور وژونکي، ۱۱۳ عرادې موټرونه، ۱۳ سپي او ۴۷ ډرونونه د خټو ښوېيدنې ځپلو سیمو ته رسولي او د ژغورنې کارونو يې پيل کړي دي.













