د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د ازبکستان د قشقهدریا ولایت له مرستیال والي شهرت مرادوف سره لیدلي او د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې پر پراختیا یې خبرې کړې دي. د سرچینې په خبره دواړو لورو د پنبې په برخه کې پر ګډې پانګونې او د کرنې، نساجۍ، خوراکي صنایعو او ماشینرۍ په برخو کې پر همکاریو بحث کړی دی.دواړو خواوو افغان بزګرانو او کارپوهانو ته د ازبکستان د تجربو د لېږد په اړه هم خبرې کړې دي. د قشقهدریا مرستیال والي احمدالله زاهد ته بلنه ورکړې چې په تلې میاشت کې د ازبکستان په نړیوال نندارتون او سوداګریزو ناستو کې ګډون وکړي.














