عدلیې وزارت وایي، د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د اسنادو او مدارکو له څېړلو وروسته، د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۰ زره جریبه ځمکه دولتي ملکیت تثبیت کړې ده. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، یاده ځمکه د نهرشاهي ولسوالۍ په مومناباد سیمه کې موقعیت لري او د محکمې د پرېکړې له مخې، د ځمکې متصرفان مکلف دي چې یاده ځمکه د غصب شویو ځمکو د مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون ته وسپاري.














