د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، هېواد به یې له افغانستان سره «رغنده او قاطع» سیاست ته دوام ورکړي او افغانستان یې نږدې ګاونډی بللی دی .میرضیایف دا څرګندونې د ازبکستان د خپلواکۍ د ۳۵مې کلیزې په مناسبت په وینا کې کړې دي. هغه ویلي، د ازبکستان بهرنۍ تګلاره پر ښه ګاونډیتوب، ستراتیژیکو همکاریو او متوازنو اړیکو ولاړه ده.













