دوشنبه, اگست 31, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Home نړیوال خبرونه

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د ۲۰۲۶م کال د کولتوري تبادلې فعاليت ترسره شو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 31, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د ۲۰۲۶م کال د کولتوري تبادلې فعاليت ترسره شو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چين ميډيا ګروپ او د قرغېزستان د ملي ټلويزيون او راډيو د اګست په ۳۰مې نېټې په پلازمېنې بېشکيک کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د ۲۰۲۶م کال د کولتوري تبادلې فعاليت ترسره کړی دی.

دغه فعاليت په داسې حال کې ترسره شوی، چې د چين دولت رئیس شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۰۲۶م کال په سرمشريزه کې د ګډون او له قرغېزستان څخه د رسمي ليدنې په موخه بېشکيک ته تللی دی.

You might also like

ایران: د امریکا برید ته به پر وخت او پرېکنده ځواب ورکړو

پيسکوف: اوس د روسيې او اوکراين ترمنځ د سوله ييزو خبرو د بيا پيل لپاره شرايط نشته

د ليبيا مخالفې ډلې د ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو پر چوکاټ موافقې ته ورسېدې

د قرغېزستان ولسمشر صدر جاپاروف ياد فعاليت ته د مبارکۍ پيغام لېږلی او د بریاليو چارو هيله يې ورته څرګنده کړې ده.

په دغه فعاليت کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د سياست، اقتصاد، فرهنګ او خبري رسنيو په شمول د بېلا بېلو ټولنو د مشهورو کسانو په شمول څه باندې سلو کسانو ګډون کړی و او یو لړ همکاريزې لاسته راوړنې پکې خپرې شوې دي.

د قرغېزستان ولسمشر صدر جاپاروف د مبارکۍ په پيغام کې ويلي، چې خبري رسنۍ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو ترمنځ د تفاهم او مالوماتو په لېږدولو کې غوره رول لوبوي.

نوموړي ويلي، دغه فعاليت به د خبري رسنيو د پروګرامونو، د مسلکي تبادلو، د استعدادانو د روزنې د پياوړتيا او د ښو برنامو د جوړولو په شمول ډ‌ېرو برخو کې اړوندو خواوو ته انرژي ورکړي او د تاريخ او کولتور او د اوسنيو لاسته راوړنو په هکله به ښه پروګرامونه جوړ کړي.

قرغېزستان به د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د فرهنګ او تمدنونو د تبادلې او د غړيو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ د ټينګښت لپاره هڅې وکړي.

په دغه فعاليت کې د قرغېزستان د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر اسکت الاګوزوف، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتو څانګې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ رئيس شن های شيونګ، د قرغېزستان د ملي ټلويزيون او راډيو عمومي مشر ولانبيک سيديف او د بېلاروس، ايران، قزاقستان، پاکستان، ازبکستان او تاجکستان د خبري رسنيو اړوندو مشرانو او د شانګهای همکارۍ سازمان مرستيال سرمنشي پو ليانګ فان هم ګډون او ويناوې کړې دي.

روان کال د شانګهای همکارۍ سازمان د تاسيس ۲۵مه کليزه ده.

شن های شيونګ ياد فورم ته په وينا کې ويلي، شانګهای همکارۍ سازمان له ۲۵ کالونو راهيسې د متقابل اعتماد، متقابلو ګټو، مساواتو، سلامشورو او د متنوعو تمدنونو د درناوي او د ګډ پرمختګ په موخه کار کړی دی.

شانګهای همکارۍ سازمان په نويو نړيوالو اړيکو کې پر څو اړخيزو همکاريو ټينګار لري او په چارو کې د شانګهای روحيه تطبیقوي او دا په نړۍ کې يوازېنی سازمان دی، چې تر نورو ډېر نفوس لري او په خپله لمنه کې يې پراخو سیمو ته ځای ورکړی دی.

چين ميډيا ګروپ د شانګهای روحيه خپروي او تر دې دمه یې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د خبري رسنيو د ګډ پرمختګ او همکاريو ميکانيزم، «کورنۍ» مستند فلم، د ورېښمو لارې د ستوري په نوم د موسيقۍ سيالۍ او يو لړ نور پروګرامونه او فعاليتونه ترسره کړي دي.

چين ميډيا ګروپ به له نورو رسنيو سره «د يووالي او همکارۍ او ګډ پرمختګ»، «د غرونو او سيندونو ګاونډيتوب» او يو لړ نوې لاسته راوړنې شريکې کړي.

نوموړي هيله ښودلي، چې له دغه فعالیت او فرصت څخه په استفادې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو خبري رسنۍ د خپرونو نوې لارې ولټوي، نوښتونه وکړي، خپلمنځي همکاريو ته اهميت ورکړي، کولتوري تبادلو ته زمينه برابره کړي او د شانګهای روحيې په اتکا د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره هلې ځلې وکړي.

چين ميډيا ګروپ او د قرغېزستان ملي ټلويزيون او راډيو او د پاکستان ملي ټلويزيون د دغه فعالیت په ترڅ کې «د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د خبري رسنيو ترمنځ د همکارۍ عملي پلان (۲۰۲۶م کال ــ ۲۰۲۷م کال)» خپور کړی دی.

کارپوهان د دغو درې واړو هېوادونو د رسنيو یاد پلان د فعالیت مهمه لاسته راوړنه بولي او پر دې اند دي، چې دغه پلان به د پروګرامونو د ګډې جوړونې او د خلکو ترمنځ د تفاهم د پياوړتيا په شمول ډېرو برخو کې مهم رول ولوبوي او د شانګهای همکارۍ سازمان د ګډ برخليک ټولنې ابادي به وهڅوي.

Previous Post

د چين او قرغېزستان مشران به د تړون د لاسليک په مراسمو کې ګدون وکړي

Next Post

وچيچي: د چيني تصدۍ جوړ پوخ سړک به د سربيا اقتصاد ته پرمختګ ورکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ایران: د امریکا برید ته به پر وخت او پرېکنده ځواب ورکړو
نړیوال خبرونه

ایران: د امریکا برید ته به پر وخت او پرېکنده ځواب ورکړو

by Spogmai Radio
اگست 31, 2026
پيسکوف: اوس د روسيې او اوکراين ترمنځ د سوله ييزو خبرو د بيا پيل لپاره شرايط نشته
نړیوال خبرونه

پيسکوف: اوس د روسيې او اوکراين ترمنځ د سوله ييزو خبرو د بيا پيل لپاره شرايط نشته

by Spogmai Radio
اگست 31, 2026
د ليبيا مخالفې ډلې د ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو پر چوکاټ موافقې ته ورسېدې
نړیوال خبرونه

د ليبيا مخالفې ډلې د ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو پر چوکاټ موافقې ته ورسېدې

by Spogmai Radio
اگست 31, 2026
امريکايي ځواکونو د ايران پر لارک ټاپو بريد وکړ
نړیوال خبرونه

امريکايي ځواکونو د ايران پر لارک ټاپو بريد وکړ

by Spogmai Radio
اگست 31, 2026
د چين او قرغېزستان مشرانو سره ولیدل
نړیوال خبرونه

د چين او قرغېزستان مشرانو سره ولیدل

by Spogmai Radio
اگست 31, 2026
Next Post
وچيچي: د چيني تصدۍ جوړ پوخ سړک به د سربيا اقتصاد ته پرمختګ ورکړي

وچيچي: د چيني تصدۍ جوړ پوخ سړک به د سربيا اقتصاد ته پرمختګ ورکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ندیم: دیني او عصري علوم دواړه د پرمختګ وسیلې دي

ندیم: دیني او عصري علوم دواړه د پرمختګ وسیلې دي

مې 13, 2024
پوهنتون خپرونه/ طلوع سعادت د لوړو زده کړو موسسه

پوهنتون خپرونه/ طلوع سعادت د لوړو زده کړو موسسه

اکتوبر 7, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

اوچا: د کونړ د تېر کال زلزله ځپلي لا هم سرپناه نه لري
افغانستان

اوچا: د کونړ د تېر کال زلزله ځپلي لا هم سرپناه نه لري

اگست 31, 2026
د هېواد محرومو سیمو کې د اوبو رسولو پروژو پر پلي کولو ټینګار شوی
افغانستان

د هېواد محرومو سیمو کې د اوبو رسولو پروژو پر پلي کولو ټینګار شوی

اگست 31, 2026
ایران: د امریکا برید ته به پر وخت او پرېکنده ځواب ورکړو
نړیوال خبرونه

ایران: د امریکا برید ته به پر وخت او پرېکنده ځواب ورکړو

اگست 31, 2026
مېلر: افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو له څرنګوالي ناخوښ وم
افغانستان

مېلر: افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو له څرنګوالي ناخوښ وم

اگست 31, 2026
افغانستان او ترکیې د ګډو پانګونو پر زیاتولو ټینګار کړی
افغانستان

افغانستان او ترکیې د ګډو پانګونو پر زیاتولو ټینګار کړی

اگست 31, 2026
پيسکوف: اوس د روسيې او اوکراين ترمنځ د سوله ييزو خبرو د بيا پيل لپاره شرايط نشته
نړیوال خبرونه

پيسکوف: اوس د روسيې او اوکراين ترمنځ د سوله ييزو خبرو د بيا پيل لپاره شرايط نشته

اگست 31, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ