د امريکا څو رسنيو د اګست په ۳۰مه نېټه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد هوايي ځواکونو په همدې ورځ هرمز تنګي ته نږدې د ايران په لارک ټاپو کې د راکټ ويشتلو پر تجهيزاتو بريد کړی دی.
رسنيو د امريکايي ځواکونو د يو چارواکي په قول ويلي، د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ پرسونل د بريد پر وخت د يادو تجهيزاتو په کارولو سره هرمز تنګي کې د تورپېډو ځای پر ځای کولو بوخت وو.
دا له يوې مياشتې راهيسې د امريکايي ځواکونو لومړی ځل دی، چې ايراني موخې يې په نښه کړې دي.
فارس خبري اژانس ويلي، چې د اګست د ۳۰مې نېټې په شپه لارک ټاپو ته نږدې د چاودنې اوازونه اورېدل شوي دي.
د ايران اسلامي انقلابي ګارډ په يوې اعلاميې کې څرګنده کړې، چې د امريکا په دغه بريد کې څو ايراني سرتېريو او ملکي خلکو ته مرګژوبله اوښتې او د ايران پر غچ اخيستنې يې ټينګار کړی دی.













