قرغېزستان ته د چين د دولت رئیس شي جين پینګ د سفر په درشل کې «د شي جين پينګ د خوښې وړ کلاسيکې کيسې»پروګرام، چې په څو بهرنيو ژبو ژباړل شوی، د اګست په ۳۰مه نېټه د قرغېزستان په پلازمینه بېشکېک کې خپور شو. د قرغېزستان ولسمشر صادیر جاپاروف د دغه پروګرام د خپرېدو مراسمو ته د مبارکۍ پیغام واستاوه او د قرغېزستان د ملي تلویزیون او نشراتي شرکت او د چین میډیا ګروپ لخوا د ګډ جوړ شوي فعالیت ډیره ستاینه یې وکړه.
دغه پروگرام د اگست له ۳۰مې نېټې څخه د قرغېزستان، بیلاروس، هند، قزاقستان، پاکستان، روسیه، تاجکستان، ازبکستان او د ایران د اسلامي جمهوریت خبري اژانس په شمول د شانگهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د گڼ شمېر لویو رسنیو له لارې نندارې ته وړاندې شوی دی.









