د جرمني څو سياسي، سوداګريزو او سپورټي شخصيتونو په دې وروستيو کې د دغه هېواد د نورنبورګ فورم ته ويلي، چې جرمني او چين د نړيوال اقتصادي چوکاټ د تنظيمولو او د نوي علمي او تخنيکي انقلاب پر وړاندې د اقتصاد او سوداګرۍ پراخه همکاريزه فضا لري.
په فرانکفورټ کې د چين عمومي کونسلګرۍ، د جرمني د پينګ پانګ ملي لیګ او د دغه هېواد د نړيوال بازار لارښوونې پوهنځي د اګست په ۲۹مه نېټه په نورنبورګ کې د پينګ پنګ جرمنۍ لوبې او د دواړو هېوادونو اقتصادي فورم ترسره کړی دی.
د جرمني د اقتصادي څېړنې مرکز مشر مارسيل فراتزسچير ياد فورم ته په وینا کې ويلي، که جرمني د سيالۍ د وړتيا پياوړې کول غواړي، نو بايد خپلې ځاني ستونزې حل کړي او چين سره همېشنی همکار پاتې شي.











