د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د اګست په ۲۹مه نېټه د نیپال د بهرنیو چارو له وزیر شیشیر خانال سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
وانګ یي په خپلو خبرو کې وویل، د نیپال په سرحدي سیمه کې د یخچالونو د ناڅاپه ښويېدنې له امله سخت طبیعي ناورین (د خټو او ډبرو سیلاب) رامنځته شو چې د چین او نیپال خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او یو شمېر کسان ورک شوي هم دي. دا په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې تر ټولو سخت ناورین دی او د ژغورنې د کارونو پیچلتیا او ستونزې بې سارې دي. چین دې ته په ډېره جدي پاملرنه کوي. د چین د دولت رئیس شي جین پینګ سمدلاسه مهمې لارښوونې خپرې کړې او د ژغورنې او بیړنيو کارونو لپاره یې څرګندې غوښتنې وکړې. د چین صدراعظم لي چیانګ د ژغورنې کار د لارښوونې لپاره ناورین ځپلې سیمې ته لاړ. چین په بیړني ډول په جيلونګ ولسوالۍ کې د ژغورنې او مرستې هڅې ترسره کوي او په لومړي وخت کې يې نیپال ته مرستې ورکړې ترڅو له بیړني ناورین سره مقابله وکړي.
وانګ یي وویل، چین د نیپال لپاره د مرستو د یوه جامع مرستندويه پروګرام عملي کېدل پيل کړي چې پکې بیړنۍ بشري او نغدي مرستې شاملې دي. د چین لخوا چمتو شوي مرستندویه توکي به ډېر ژر د نیپال پلازمېنې کتمندو ته ورسېږي. د چین د تونلونو د ژغورنې کارپوهان هم په دوو ډلو کې ناورین ځپلې سیمې او کتمندو ته لیږل شوي. د هغو نیپالي اتباعو لپاره چې د چین په لوري کې بند پاتې دي چین لا د مخه مناسب ترتیبات نیولي دي او ژر تر ژره به دوی سره نیپال ته د بېرته راستنېدو سره مرسته وکړي. چین مننه کوي او هیله لري چې نیپال به هلته ځای پر ځای شوي چیني اتباعو سره مرستې ته دوام ورکړي.














