د قرغېزستان ولسمشر صدر جاپاروف او د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اګست د ۳۱مې نېټې په سهار د قرغېزستان په پلازمېنې بېشکېک کې سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو يې خبرې کړې دي.


شي جين پينګ د خبرو په پيل کې، د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د قرغېزستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت قرغېزستاني سیال او هم د دغه هېواد خلکو ته مبارکي ويلې ده.
نوموړي ويلي، د چين او قرغېزستان اړيکو په دې وروستیو کلونو کې ډېر پرمختګ موندلی او هم يې بېلا بېلو همکاريو پراختيا موندلې ده، چې د سيمې پر سولې، ثبات او سمسورتيا يې پياوړی اغېز کړی دی.
شي جين پينګ ويلي، روان کال د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو له ۱۰۵مې کليزې سره برابر دی او هم د چين د ۱۵م پنځه کلن پلان د تطبيق لومړی کال دی.

نوموړي ويلي، د چين حکومت د چيني شکله عصريتوب له لارې د دولت ابادۍ او د ملت بيا سمسورتيا ته وده ورکوي او په خبره یې، قرغېزستان هم ” تر ۲۰۳۰م کال مخکې د دولت د پرمختګ پلان” پلی کوي، نو چين به له قرغېزستان سره د ګډ پرمختګ لپاره همغږي وساتي او د حکومتولۍ تجربې به ورسره تبادله کړي، څو زیاتې عملي همکاريزې لاسته راوړنې خپلې او د ګډ برخليک ټولنې ګډه ابادي پياوړې کړي.
صدر جپاروف په خپلو خبرو کې خوښي ښودلې، چې رئيس شي جين پينګ د قرغېزستان د خپلواکۍ ورځې د ۳۵مې کليزې په مناسبت دغه هېواد ته رسمي سفر کړی او په خبره يې، د نوموړي دغه سفر د دواړو هېوادونو د ژورې دوستۍ او د لوړې سويې متقابل سياسي اعتماد څرګندويي کوي او دا يې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرمختګ لپاره یو مهم پړاو بللی دی.
جاپاروف ويلي، د قرغېزستان او چين د دايمي ښه ګاونډيتوب او دوستانه همکاريو تړون لاسليک به د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره نور هم پراخ ډګر برابر کړي.
د چين او قرغېزستان د نوې زمانې هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړیکو په دې وروستيو کلونو کې چټک پرمختګ موندلی او د دواړو هېوادونو اړيکې زرين پړاو ته ننوتلې دي، چې دا په تاريخ کې تر بل وخت لوړې دي.
قرغېزستان په هر کليدي وخت کې د چين له ملاتړ او مرستو څخه مننه کړې ده.
جاپاروف او د هغه مېرمنې جاپاروا په همدې ورځ د شي جين پينګ او د هغه مېرمنې پنګ لي يوان لپاره د غرمنۍ مېلمستيا کړې ده.














