د چین د شيځانګ د شیګاټسي ملي امنیت ادارې د جیلونګ ځمکني بندر په فرعي څانګه کې د سپتمبر په لومړۍ نېټې د سهار په ۹ بجو او ۵۵ دقیقو د ځمکې ښوېدنې د پېښې د قربانیانو د ماتم مراسم ترسره شول.

په ورته وخت کې، په شيځانګ کې د ځمکې ښوېدنې د پېښې د ژغورنې په عمده ځای او د لنډمهاله سړک د جوړولو ډګر کې هم د قربانيانو د یاد مراسم ترسره شوي دي.

په دغو مراسمو کې ژغورونکو، ځايي چارواکو او خلکو ګډون کړی و.












