د چین ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په قرغیزستان کې د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې سره لیدلي دي. دواړو لورو د چین او روسیې د اړیکو او همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی او د اقتصادي او انرژۍ په برخو کې یې د ګډو پروژو یادونه کړې ده. پوتین ویلي، روسیه چمتو ده له چین سره د دواړو هېوادونو ترمنځ له ویزې پرته د سفر د دایمي کولو لپاره همکاري وکړي. دواړو لورو د نړۍوالو او سیمهییزو موضوعاتو په اړه هم خبرې کړې دي.













