الماني رسنیو راپور ورکړی چې له لایپزیګ–هاله هوايي ډګر څخه افغانستان ته د اخراج په موخه بله الوتنه ترسره شوې ده. د راپورونو له مخې، د دې الوتنې مسافر د پولیسو تر امنیتي تدابیرو لاندې الوتکې ته پورته شوي دي. خو د المان د کورنیو چارو وزارت تر اوسه دغه الوتنه نه ده تایید کړې او افغانستان ته د ستنول شویو کسانو شمېر په اړه یې هم څه نه دي ویلي.














