په فرانسه کې له افراطي اسلامپالو سره د مبارزې طرحه په کابینه کې تایید شوې ده. دا طرحه د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون ده او تر هغه وروسته رامنځ ته شوه چې یوه مسلمان ځوان د اسلام سپېڅلي پیغمبر ته د یوه استاد سپکاوي ته غبرګون وښود او د هغه سر یې پرې کړ. دې مسئلې په فرانسه کې ګڼ غبرګونونه وپارول چې اوس ددغه هېواد کابینې له افراطي اسلامپالو سره د مبارزې طرحه هم تصویب کړې ده. دې پرېکړې بیا په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي او وایي فرانسه د سیکولار اصولو د ساتلو لپاره د قوانینو پر خلاف مذهبي تبعیض کوي او په نړۍ کې د نورو ستونزو د رامنځ ته کېدو سبب کېږي.
































