د جاپان د تيري پر ضد د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۸۱مې کليزې يادغونډه د سپتمبر په ۳مې نېټې په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د يادې کمېټې د مطبوعاتي څانګې مشر لي شو لې په دغه غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د متحدې جبهې څانګې او د دغې کمېټې د ګوندي تاريخ او سندونو څېړنيز انسټيټيوټ په شمول استازو پر له پسې ويناوې وکړې.
دوی د جاپان د تيري پر ضد د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب پر ستر اهميت بيا ټينګار وکړ، د تاريخ د ياد ساتلو، د قربانیانو د درناوي، د سولې د قدردانۍ او د راتلونکي د جوړولو لپاره يې خپله کلکه اراده او باور هم څرګند کړی. دغه راز، ګډونوالو د سوله ييز پرمختګ پر لارې د ټينګار هیله څرګنده کړې ده.














