د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، په ۱۴۴۷ هـ ق کال کې د حکومت د بېلابېلو وزارتونو او ادارو له لوري له اړمنو او زیانمنو هېوادوالو سره ۱۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې ده. نوموړي دا څرګندونې د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره، شپږمه خبري ناسته» کې کړې دي. مجاهد زیاته کړه، په دغو مرستو کې کونډې، یتیمان او معلولین شامل وو او د اړمنو هېوادوالو د ملاتړ لپاره به دا لړۍ دوام ولري. نوموړي وویل، د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره هم له اړمنو هېوادوالو سره د نغدي مرستو د دوام په موخه ځانګړې بودجه په پام کې نیول شوې ده.













