د افغانستان بانک وايي، په هېواد کې شاوخوا ۳۵۰ د پیسو ایستلو اتومات ماشینونه (ایټياېم) فعال دي او د دغو ماشینونو د شمېر زیاتولو هڅې روانې دي. د دغه بانک ویاند حسیبالله نوري وايي، د دغو ماشینونو د زیاتولو موخه خلکو ته د نغدو پیسو او بانکي خدمتونو ته د لاسرسي اسانه کول دي. نوموړي ډاډ ورکړی چې د ایټياېمونو تر څنګ، په ټول هېواد کې د لا غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هم هڅې روانې دي.













