د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب په دې وروستيو کې د لوستونکو پر مخ وړاندې شوی.
دغه کتاب د مارکسیزم د تیورۍ د څیړنیزې پروژې لپاره یو مهم درسي کتاب دی چې د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د اطلاعاتو او ناشراتو ځانګې او د ایکولوژۍ او چاپیریال وزارت لخوا تاليف او تنظيم او د چین د لوړو زده کړو مطبعې او د ولسي نشراتو مطبعې لخوا چاپ او نشر شوی دی.
په دې کتاب کې په سیستماتیک ډول د ایکولوژیکي تمدن په اړه د شي جین پینګ د افکارو ستر اهمیت، علمي سیسټم، معنوي ماهیت، بډایه مفهوم او عملي غوښتنې معرفې کېږي. دغه کتاب د ایکولوژیکي تمدن په اړه د شي جین پینګ د افکارو په سیستماتيکې زده کړې کې له محصلينو او د چین د کمونېست ګوند د غړو او کادرونو سره مرسته کوي.














